


























































































































































































































































✦ شریعت • طریقت • سیاست ✦
اَلْجَامِعْةُ اَنوَار الْعُلُوْم اَلْاِسْلاَمِیّة اَلْمَدْرَسَة خلیفه صاحب ارغندی (رح) !په اسلامي نظریه او روحیه باندې د نويو نسلونو روزنه
زموږ مدرسه د شریعت، طریقت او سیاست په رڼا کې د اسلامي روزنې الهامي مرکز دی. موږ زدهکوونکي د علم، معنویت او نبوي اخلاقو پر بنسټ روزو؛ ترڅو د اسلامي فکر او عمل رښتیني لارویان شي، هدف مو دا دی چې هر زدهکوونکی د خپل ځان، ټولنې او امت د روښانه راتلونکي لپاره یو ایمان لرونکی او اغېزمن فرد جوړ شي
د انوارالعلوم په اړه
د انوارالعلوم مدرسه د ۶۳ کلونو راهیسې د اسلامي تعلیم، روحاني تربیې او نبوي اخلاقو د خپرولو په موخه بوخت ده، او زرګونه شاګردان یې په علم او تقویٰ سمبال کړي دي.
شیخ القران والحدیث أنوار المشائخ
الحاج خلیفه صاحب فضل الدین (رح) مشهور (په ارغندي خلیفه صاحب) قدس الله سره
انوار المشایخ جناب حضرت مولانا مؤید الدین خلیفه صاحب فضل الدین مشهور په خلیفه صاحب د ارغندی رحمه الله د افغانستان له نومياليو عالمانو او لویو عارفانو څخه ؤ.
پلار یې محمد زرين نومېده چې یو نیک خویه او متقی انسان و. نوموړي تقريبا (۶) کاله د خپل کلي په ښوونځي کې ليک لوست زده کړه.
بیا ېې د افغانستان په مختلفو ديني مدارسو کې مروجه دينـي عـلـوم سـرته ورسول د تفسیر د زده کړې دپاره د جناب شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالغفار ننگرهاری نوموړي د شیخ الحدیث حضرت مولانـا نـصـير الـدين غرغشتوی قدس سره شاګرد او د غزني په نورالمدارس مدرسه کې شیخ الحديث ؤ.
نوموړي د افغانستان په مختلفو مدارسو کې دیني علوم ولوستل او د نامتو علماؤو تر لاس لاندې یې زده کړه وکړه.
د هغه روحاني سفر هغه د یو لوی عارف او روحاني لارښود په توګه وپېژندل شو.
نوموړي د کابل په ارغندي کې لومړی مدرسه جوړه کړه چې د اسلامي زده کړو مرکز شو.
۱۹۶۳ | ۱۳۴۲ شمسي | ۱۹۶۳ میلادي

نوموړي د مختلفو سیمو څخه د شاګردانو د حدیثو، تفسیر او اسلامي علومو تدریس پیل کړ.
د ستونزمنو وختونو په ترڅ کې، نوموړي هجرت وکړ او د پاکستان په میرانشاه کې انوارالعلوم جوړ کړ. ۱۹۸۵ | ۱۳۶۴ شمسي | ۱۹۸۵ میلادي نوموړي د پاکستان کې خپله د تدریس ماموریت دوام ورکړ او د هغه ځای د مسلمانانو ټولنې ته خدمت وکړ.
نوموړي د علم او روحاني لارښوونو میراث پریښودلو سره وفات شو.
دجناب ارغندی خلیفه صاحب کورنی دهجرت له دیارڅخه چې کله بېرته راستنه شوه نو په دوهم ځل یې دکابل پغمان ارغندی سیمه کې دمدرسې بنیاد دجناب تاج المشائخ خلیفه صاحب سدوزی غریقی. او دارغندی خلیفه صاحب د زامنو، علماءو او دمخورو په لاس په تاریخ: ۱۷ / ٦ / ١٤٢٦ هـ ق | ۱ / ۵ / ١٣٨۴ هـ ش | ۲۰۰۵ میلادی الله د دې مبارک بیاځلي بنسټ اېښودنې قبول کړي او د اسلامي تعلیماتو میراث دوام ورکړي.
د یادښتونو ګالري




زموږ اهداف
زموږ تعلیمي تګلاره پر هغو اصولو ولاړه ده چې د قرآن، سنت، اواسلافو له تګلارو نه اخیستل شوي، او د زدهکوونکو دیني، اخلاقي او فکري جوړښت پیاوړی کوي.
علم
له افراد او تفریق څخه خالي او د شریعت له اصولو سره سم علم حاصلول او خپرول زمونږ بنسټيز هدف دی.
د سنتو پیروي
د رسول الله ﷺ د سنتو پیروي زموږ د ژوند لارښوونه ده.
ایمان او څهره
ایمان رڼا دی، او دمؤمن څهره باید د ایمان عکاسي وکړي؛ ظاهري حالت مو باید د باطني صداقت، تقویٰ او دیني ارزښتونو ترجمان وي
ټولنه
.ټولنې ته دیني، اخلاقي او تعلیمي خدمت وړاندې کول زموږ مسؤلیت دی.
درسي مضامین
کورسونه
الحمدالله! زموږ له مدرسی څخه لاندې کورسونه تر لاسه کولای شی: ناظره، حفظ، تجوید، تفسیر، احادیث، سیرت، اخلاق، فقه، اصول الفقه، میراث، معاني، ادب، تاریخ، نحو، صرف، منطق، عربي، حکمت، اساسات، انګلیسي او ریاضي.
درسي مضامین
کتابونه
زموږ کتابونه د قرآن، سنت، اسلافو، او حنفي فقهې پر بنسټ، مستند او ژور اسلامي علوم وړاندې کوي، څوجامعی ته محققین علماء وړاندې کړی او د باور وړ ښوونکی وي
د نقشبندیې شریفې طریقې شجره
د اولیاؤ او عارفانو روحاني سلسله
د جامعې ټول فارغین
زموږ فارغین د علم، تقوی او دعوت استازي دي، چې له دستار فضیلت سره امت ته نوې رڼا رسوي. 🌟
د علم څرک
په دې برخه کې د اسلامي لارښوونو، داسلافو افکارو او معاصرو اړتیاوو پر بنسټ د فکر، بصیرت او تجربې ارزښتناکې خپرونې وړاندې کېږي، څو ذهنونه راويښ او زړونه روښانه شی 🌟
مرسته وکړئ چې خپل کارونه په دوامداره توګه پرمخ یوسو (بعون الله)
ستاسې مرسته زموږ د علمي،روحانی، سیاسی، او اصلاحی خدمتونو د دوام ضمانت دی بعون الله
زکات
د مال پاکوالی او د ټولنې دخدمت وسیله ده.
عُشر
د حاصل څخه د ورکړې یوه برخه ده چې د شکر او شرافت نښه ګڼل کېږي.
صدقات
د زړه پاکولو او د بېوزلو سره د مرستې کولو لار ده، چې د اخلاص، شفقت، او مرحمت څرګندونه کوي.